دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 144811
د شاهین پر قول اردو باندی انتحاری برید نا ویل سوی خبری د د فاع وزارت چارواکو د ژبی څخه
تورنجنرال دولت وزیری ویاند او برید جنرال محمدصابر حکمی د ملی دفاع وزارت مسلح قواوو لوی درستیز حقوق مشر وایی چی ۱۰ تنه انتحاری کسان د اردو ۷ تنه افسرانو په واسطه، د شاهین ۲۰۹ قول اردو ته واردسوی وو.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، د دفاع وزارت دا چارواکی پرون چهارشنبه په یو مشترک خبری ناسته کی د شاهین ۲۰۹ قول اردو بریدونو په اړه توضیح ورکړ.
هغوی ویله چی یو لس کسیزه ډله انتحاری کوونکی چی هر لس کسه یی د اوو افسرانو په واسطه قول اردو ته داخل سوی وو او د شاهین ۲۰۹ قول اردو قوماندانی موظفین له لوری د قول اردو ارکان مشر او قوماندان په مشری ووژل سو.
د هغوی په وینا د لس کسو انتحاری کوونکی په وژل کیدو سره د تلفاتو د ډیریدو مخه نیول سوی دی.
د ملی دفاع وزارت مقامات وایی: د شاهین ۲۰۹ قول اردو پرسونل څخه اووه کسه د شاهین قول اردو دننی ته د انتحاری کوونکی ورود ته تسهیلات رامنځته کړی وو پیژندل سوی او نیول سوی دی.
د هغوی په وینا دا اووه تنه اوس د ملی امنیت ریاست کی تر نظارت او توقیف لاندی دی او دداخلی او خارجی امنیت جرایمو په وړاندی محکمی له لوری به مجازات سی.
https://avapress.com/vdceze8zzjh8evi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته