د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په کورکې د چاودنې له امله ۴ تنو وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
ویلکږی، دغه پېښه پرون په پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ټه شوې ده.
د هغوی په وینا، چې په دې چاودنه کې د قومندان عبدالشکور د کورنۍ ۴ ماشومان وژل شوي او د ښځو په ګډون ۷ تنه نور ټپيان دي.
د پکتیکا د والي ویاند محمدالرحمن ایاز هم په دی اړه وایی، چاودنه د سیمه ییزه پولیسو د قوماندان عبدالشکور په کور کې ترسره شوې ده.
خو تر اوسه د یاد پښیه مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.