کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتيکا ولایت کي چاودنه شوی دی

25 جوزا 1396 ساعت 16:33

په پکتیکا کې د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان په کور کې د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ‎ييزو پوليسو د قوماندان په کورکې د چاودنې له امله ۴ تنو وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
ویلکږی، دغه پېښه پرون په پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ټه شوې ده.
د هغوی په وینا، چې په دې چاودنه کې د قومندان عبدالشکور د کورنۍ ۴ ماشومان وژل شوي او د ښځو په ګډون ۷ تنه نور ټپيان دي.
د پکتیکا د والي ویاند محمدالرحمن ایاز هم په دی اړه وایی، چاودنه د سیمه ییزه پولیسو د قوماندان عبدالشکور په کور کې ترسره شوې ده.
خو تر اوسه د یاد پښیه مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 144812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144812/پکتيکا-ولایت-کي-چاودنه-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com