کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزیر د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) د مدیره پلاوي په دویمې کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 جوزا 1396 ساعت 11:15


مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د غبرګولي میاشتې په ۲۷ مه نېټه د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) د مدیره پلاوي په دویمې کلنۍ ناسته کې چې د جنوبي کوریا په جیجو جزیرې کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په دې ناسته کې چې د یاد بانک ټولو غړو ګډون کړې وو، مالیې وزیر، په افغانستان کې د پانګونې په فرصتونو، لومړیتوب لرونکو پروژو، د پروژو په مالي ملاتړ، د هیواد په کچه د ریل پټلۍ، د کندهار ولایت هوایې ډګر بیا رغولو، د افغانستان، پاکستان او تاجکستان تر منځ د ترانزیټي لارې، د وچو بندرونو د جوړولو او د پایه داره انرژۍ د سرچینو، د کابل د شاتوت او د کنړ ولایت د شال شګي د بندونو، په ننګرهار ولایت کې د حصار شاهي د سولر پارک او د هیواد په یو شمېر نورو مهمو پروژو ګډونوالو ته هر اړخیر معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۶ کال د وري میاشتې په ۳ مه نېټه افغانستان د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) غړیتوب تر لاسه کړ.


د مطلب کود: 144877

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144877/مالیې-وزیر-د-اسیا-بنسټیزې-پانګې-اچونې-بانک-aiib-مدیره-پلاوي-په-دویمې-کلنۍ-ناسته-کې-ګډون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com