دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 144897
د افغانستان او هند ترمنځ ځانګړي تجارتي پروازونه سبا پیلېږي

په پام کې ده چې د افغانستان او هند ترمنځ ځانمرګړي تجاراتي پروازونه سبا یکشبنې د غبرګولی په ۲۸ مه نیټه پیل شي.

په افغانستان کې د هند سفیر ښاغلي منپرېت وهرا د دغو ځانګړو تجاراتي پروزونو په اړه تیره ورځ خبر ورکړ.

هغه په خپل رسمي ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ځانګړي تجاراتي پروازونه د یکشنبې په ورځ پیلېږي.

د ښاغلي وهرا په وینا، د هند او افغانستان ترمنځ د ځانګړي هوايي دهلېز د جوړولو اصلي هدف د کابل او دهلي ترمنځ د دوه اړخېز د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او اړیکو پراختیا ده.

د راپورنو له مخې، د هند او افغانستان ترمنځ د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد لپاره له اریانا هوايي شرکت سره قرارداد شوی دی.

هند په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیر کال هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت یو نوي مرستو بسته اعلان کړه.

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي افغانستان لپاره د خپلو مرستو ژمنه تکرار کړه او د بېلو پلانونو لپاره یې د نژدې یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci35azyt1a5v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته