دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 144901
په کندوز کې یوه ډله ماشومان د ماین ښخولو پر تور نیول سوی دی
په کندوز کې د ماشومانو یوه ډله د ملي امنیت ریاست لخوا د ماینونو د ځای پر ځای کولو په تور نیول شوې، چې طالبانو ورته ترهګریزې زدکړې ورکړي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، په کندوز کې د جګړو له کمیدو سره د افغان ځواکونو ستونزمن ماموریت هم یو څه آسانه شوی او ملي امنیت ریاست دلته د ماشومانو یوه ډله نیولې، چې طالبانو ته یې کار کاوه. د دغو ماشومانو عمرونه له اتلس کلونو لږ دي. دوی ته زدکړې ورکړ شوي، چې د امنیتي مامورینو په موترو کې مقناطیسي ماینونه ځای پر ځای کړي.
د دې پېنځه کسیزې ډلې مشر اووه لس کلن دی.
د پڼځه کسیزې ډلې مشر احسان وایي، زه محمد آغا یوړم او معلم راته د ماینونو ردکړې راکړې. بیا یې راه ۵ کسه راکړل او ما هغو ته زدکړې ورکړې او له ځان سره مو ماینونه راوړل.
په تېرو اووه لس ورځو کې په قلعه زال او امام صاحب ولسوالیو کې سختې جګړې شوي دي، چې د والي د ویاند په وینا، په کې افغان ځواکونو ښې لاسته راوړنې درلودې.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم طالبان د کندوز ښار شاوخوا سیمو کې دي؛ خو امنیتي ځواکونه وایي، په روان اوړي کې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره ستر پلانونه لري.
https://avapress.com/vdce7e8zzjh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته