دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 144987
جنرال وزیري: توره بوړه د داعش له شتون څخه پاکه شوه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د ننګرهار توره بوړه سیمه کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له شتون څخه پاکې شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي ” د ننګرهار ولایت د چپرهار او پچیر اګام په ولسوالیو کې د هيواد د اتلو دفاعی او امنيتي ځواکونو د ګډو تعرضي او یرغلیزو عملیاتو په نتېجه کي چې د داعشې تروریستې ډلو پر ځالو او پټنځایونو د تورې بورې په غرونو او شاوخوا سېمو کې په تیرو دوه ورځو کې تر سره شول ، د دغی سېمې ټول کلې د داعشیانو له شتون څخه پاک او دا مهال د هیواد پیاوړي سرتیري د تورې بورې او الفخیلو په کلیو او درو کي بشپړ تسلط لرې او په هغه تروریستانو پسې لټون کوي چي د قهرمانو ملي دفاعی او امنیتې ځواکونو څخه تښتیدلي او يا په غارونو کې پټ شوي دي.”

په همدې حال کې د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې افغان امنيتي مېړني ځواکونه دتورې بوړې په تورو غرو ور وختل او دغه ستراتيژيکه سيمه يې د داعش وسله والې ډلې له شتون څخه پآکه کړه او افغان امنيتي ځواکونه دامهال دالف خېلو او مرخڼۍ کليو په لور دتعارض په حالت کې مخ په وړاندې روان دي .

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه علميات ، چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو اړوند دڅلورمې پلې لوا ځواکونو په مشر ۍ پيل شوي پکې افغان کمانډو او ځانګړو ځواکونو سربېره، ملي امنتيت موظفين ، ملي ، سرحدي ، عامه نظم او سيمه اييز پوليس برخه لري

د ولایت مقام په وینا، په روانو عملياتو کې تر دې مهاله ولسي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciv5azyt1a532.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته