دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 144999
په پکتیا کی تروریستی برید د ۷ تنو ترهګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسیدل
د پکتیا ولایت امنیه قوماندان وایی چی د اخر بریدکوونکی په وژل کیدو سره، د سپین غر ۳۰۳ قوماندانی زون مقر کی نښته پرون د غرمی وروسته پای ته ورسیدل.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د توریالی عبدیانی په وینا د دولت مسلح مخالفانو په ډله ایز برید کی ۵ پولیس شهید او ۱۶ تنه د ملکی کسانو په شتون ټپی سوی دی.
دا برید تیره ورځ د ۶:۳۰ بجو په شاوخوا په ګردیز کی شروع سو.
پر قوماندانی باندی اووه ترهګر برید وکړ او د پکتیا امنیه قوماندان په وینا طالبان د دوو موټرانو سره د سپین غر ۳۰۳ قوماندانی زون باندی برید وکړ. په لمړۍ سر کی لوی موټر یی د امنیتی ساتونکو له لوری پیژندل کیږی او درول کیږی او وروسته هم چاودنه کوی.
په دی برید کی یو تن ترهګر په چاودنه کی هلاک او ۶ تنه نور هم د امنیتی ځواکونو له لوری د پښو څخه وغورځول سو.
https://avapress.com/vdcb9ab89rhba9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته