کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د اعتراض‎کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې

30 جوزا 1396 ساعت 18:53

د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ تېره شپه نښته شوی او یو تن پکی وژل شوي هم دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ تېره شپه(دوشنبې د غبرګولي۲۹مه) نښته شوې، ویل کېږي چې په دې نښته کې یو تن وژل شوي هم دي.
یو اعتراض کوونکی رامش نوري وایي چې، امنیتي ځواکونو تیره شپه د دولسو بجو په شاوخوا کې هڅه وکړه څو د تحصن خیمه لیرې کړي، خو د اعتراض کوونکو له مقاومت سره مخ شول او د دواړو لورو ترمنځ د سهار تر څلورو بجو پورې نښتې روانې وې.
د نوموړي په وینا، د پولیسو د ډزو له امله یو اعتراض کوونکی وژل شوي دي او پنځه نور ټپيان شوي دي. دا ادعا تراوسه په خپلواکه توګه تایید شوې نه ده.
رامش نوري همداراز زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو خیمه لیرې کړې ده.


د مطلب کود: 145084

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145084/کابل-کې-د-اعتراض-کوونکو-او-امنیتي-ځواکونو-ترمنځ-نښتې

آوا
  https://www.avapress.com