دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 145437
داعش ډلې افغانستان کې د “۵ کسانو د وژلو ویډیو خپره” کړې

په یوه ویډیو کې چې په ظاهره د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله والو له خوا خپره شوې ۵ نارینه ښوول کېږي چې د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې د وسله والو له خوا په ډزو وژل کیږي.

په تصویرونو کې ښوول شوي چې د دغو کسانو دوه وژونکي تنکي هلکان دي چې عمرونه یې احتمالاً له لس کلونو کم دي.

دغه ویډیو د ټولنیزو رسنیو له هغو حسابونو نه خپره شوې چې د اسلامي دولت ډلې سره تړاو لري، خو دا روښانه نه ده چې ویډیو کله جوړه شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې هم یاده موضوع په پراخه کچه تر بحث لاندې راغلې ده چې ظاهراً د خلکو ترمنځ د رعب او وېرې فضا ایجاد کړي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ویډیو د افغانستان په کوم ځای کې اخیستل شوی خو د داعش پلویان اکثراً د افغانستان په ختیځ سیمو کې فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده افغان امنیتي ځواکونه په ختیځ ننګرهار ولایت او نورو سیمو کې د داعش وسله والو په ځپلو بوخت دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي مخکې ویلي وو، چې داعشیانو غوښتل، چې د خراسان څانګه د ننګرهار ولایت، کوټ او اچین ولسوالیو ته ولېږدوي، خو امنیتي ځواکونو د هغوی دا شوم پلان شنډ کړ.

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعشیانو پرمرکزونو۱۲ ستراو په لسګونو واړه عملیات او ۱۰۰هوایي بریدونه ترسره کړي، چې ښې لاسته راوړنې یې درلودې.

د ښاغلي بهرامي په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۵۰۰ داعش وسله وال وژل شوي او نږدې ۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtievauqexxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته