دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 145833
د تبیان اسلامی ګوند عمومی منشې غبرګون په بامیان کی د دمبوره جشن رامنځته کیدو په وړاندی
د بامیان په ولایت کی د دمبوره جشن جوړیدو په وړاندی د بامیان د شیعه علماوو شورا سخت موضع ګیری او غبرګون وروسته سید عیسی حسینی مزاری د تبیان اسلامی ګوند عمومی منشې هم ددی جشن د رامنځته کیدو په وړاند غبرګون ښودلی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ښاغلی حسینی مزاری بیانیه کامله متن په دی اړه داسی راغلی دی.
  رسول الله (ص) فرمایلی دی: پر ښو باندی امر وکړی او د بدو څخه منع کړی که نه نو د خدای عذاب به درباندی راسی.
د رارسیدلی اخبار په اساس، قرار دی د سرطان ۱۶ او ۱۷ نیټه کی، په بامیان کی د دمبوره جشن جوړ سی. که څه هم تر ټولو مخکی د شیعه محترم علماوو شورا د یوبیانیی په خپرولو سره په دی اړه خپلی نظریی وړاندی کړی دی او ددی جشن د بدو پایلو څخه خبری کړی دی او ددی جشن جوړونکو ته هم لازم اخطار ورکړی دی چی د علماوو شورا دا اقدام قطعآ د ملاتړ سره یوځای دی، خو د وظیفه په اساس ددی جشن محکوم او منع کیدو په اړه د څو نکتو یادونه کوو:

عَنْ رَسُولِ اللّه ِ صلي الله عليه و آله: لَتَأْمُرُنَّ بِاَلْمَعْرُوفِ وَ لَتَنهُنَّ عَنِ المُنكَرِ أَوْ لَيَعُـمَّنـَّـكُمْ عـَذابُ اللّه وسائل الشيعه، ج ۱۱، ص ۴۰۷

۱ – د دمبوره جشن د شلې او پښی ټکولو او مبتذل موسیقی ترویج او تبلیغ سره یوځای دی او طبیعی خبره ده چی د ټولنی بد اخلاقه کولو بالخصوص ځوان نسل بدلاره کولو لپاره تاثیرګذاره دی. له همدی امله دی چی اسلام هم ددی بی دینی په وړاندی برنامه او پلان لری او ټولو خلګو ته امر کوی چی معروف یا ښو باندی امر وکړی او د منکراتو څخه ځان وژغوری او په داسی ناستو کی ګډون ونه کړی او عاملانو ته هم اخطار ورکړل سی ترڅو دټولنی خرابولو څخه لاس واخلی، بیله دی، ټولنه به د مصیبتونو سره مخ سی چی پایلی یی ترټولو مخکی د خلګو لمن ونیسی، او هیواد به نابودی او هلاکت لوری ته یوسی.
لکه څنګه چی د هیواد ډیرو بدبختیو عامل د ګناوو شتون دی چی په ډیرو ډولونو سره شتون لری او د خارجی حلقاتو او ځینی مشکوکو جریاناتو او بیلابیل لارو څخه لکه جمعی رسنیو له لاری پراختیا او ترویج ته یی هڅه کیږی.
۲ – هیواد د انتحاری او چاودیدونکی بریدونو او جنګ او وژنو ادامه په دلیل، د ټولو خلګو په غم پاته کیدو شاهدان یو او اوس هم ډیر وخت نه تیریږی چی په سلهاوو تنه په کابل، هرات او هلمند کی شهید او ټپی سوی دی او د ټولو څخه مهم د کابل الزهرا مسجد په وړاندی برید او د ۵ تنو په شهادت رسیدنه، لکه؛  شهید حاجی رمضان حسین زاده، ډیر غمناکه وو، په داسی شرایطو کی آیا ښه دی چی معلوم الحال عناصرو څخه د شلی او موسیقی مجلی جوړولو باندی اقدام او ځینی نور وطنوال هم په هغه کی ګډون وکړی؟
طبیعی خبره ده چی دداسی مجالسو جوړول نه د بامیان مسلمان خلګو منزلت او شان کی دی او نه هم د اسلامی او ملی عنعناتو او رسوم او عرف سره همخوانی لری.
۳ – د سرطان ۱۶ نیټه د یو لوی مجاهد کس استرجنرال سید حسین انوری ارتحال سره برابره ده. که لوی جهادی شخصیت که د څو نورو شخصیتونو څخه لوی نه دی، کوچنی هم نه دی. څنګه خبره ده چی د نورو شهیدانو لپاره د شهید ورځی نیول کیږی او د مرحوم انوری لپاره نه یواځی دا چی یو ورځ د تجلیل او یادونی لپاره نه ټاکل کیږی بلکه د هغه ارتحال په ورځ د شلی او موسیقی جشن جوړیږی.
بنا پردی، دداسی غیری دینی جشن او مراسم جوړونه په داسی ورځ کی پوښتنه منځته راوړونکی دی. که دولتی کسان دداسی مراسمو جوړولو کی لاس لری باید تر پوښتنی لاندی ونیول سی چی په کوم انګیزی سره په داسی خراب کار باندی اقدام کړی دی او که خاص غیری حکومتی حلقی دداسی مراسمو په جوړولو لاس پوری کوی بیا هم باید تر خطاب لاندی قرار ونیسی او پوښتنه ځینی وسی چی ولی په داسی ورځ کی داسی اقدام ترسره کوی. هغه لږ اخذ به هم داوی چی د پردی ترشا لاسونه په هیواد کی د فتنه د رامنځته کولو په لټه دی او ددی لاری د مرحوم انوری کورنۍ، همکارانو او هوادارانو احساساتو په خدشه داره کولو سره چی شمیر یی لږ هم نه دی، عمومی اختلافاتو باندی لمن وهی، دا په داسی حال کی دی چی هیواد په داسی شرایطو کی تر هر څه نور ملی وحدت او انسجام ته اړتیا لری.
په هر حال، اینجانب د بامیان ولایت شیعه علماوو شورا ته په حق ورکولو سره، د دمبوره جشن رامنځته کونه په بامیان کی، د اسلام احکامو خلاف، دینی او ملی عنعناتو او رسوم او عرف خلاف او همدارنګه د بامیان مسلمان او خدای غوښتونکی خلګو او د هیواد بیلابیلو اقشارو اتحاد خلاف بولم، دداسی جشنونو جوړونه په شدت سره محکوموم، لمړۍ د افغانستان حکومت څخه غواړم هرڅه ژیر عمل وکړی، دداسی اقدام مخه ونیسی او د سیمه ایز جوړونکو لاس لرونکو څخه هم غواړم دداسی اقدام څخه مخنیوی وکړی او پرینږدی چی داسی جشنونه د خلګو بیلابیلو اقشارو ترمنځ بی اتفاقی رامنځته کړی او اسلام احکامو خلاف کوم کار صورت ونیسی او د علما، محصلینو، فرهنګیانو، ټولنیز متنفذینو، قومی مشرانو او په مجموع کی بامیان مسلمان خلګو څخه غوښتنه کوم په داسی جشنونو کی د نه ګډون برسیره، یواځی د بیانیی صدور او محکومیت باندی اکتفا ونه کړی، عملآ ددی مبتذلی جشن د رامنځته کیدو په وړاندی د هر ډول اسلامی او مدنی حقوقو څخه په ګټه اخیستنی سره ودریږی.
والسلام من اتبع اهدای و دین الحق
سید عیسی حسینی مزاری
کابل-افغانستان
https://avapress.com/vdcjtievtuqexoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته