د ملی امنیت لوی ریاست ویلی، به کابل ښارکې د طالبانو یو قومندان چې د ۲۰کسیزې ډلې مشري یې کوله له پنځمې ناحیې نیول شوی دی.
کابل ښارکی د طالبانو یوقومندان له پنځمې ناحیې څخه نیول شوی دی
14 سرطان 1396 ساعت 19:23
د ملی امنیت لوی ریاست ویلی، به کابل ښارکې د طالبانو یو قومندان چې د ۲۰کسیزې ډلې مشري یې کوله له پنځمې ناحیې نیول شوی دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د ملی امنیت لوی ریاست په خبرشوی خبرپاڼه کې پرون ویلی، چې د طالبانو یاد قومندان د کابل ښار له پنځمې ناحیې څخه نیول شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي، نول شوی کس د ترهګریزو کړنو طرحهکوونکی او د کوټې شورا غړی وه چې په وسلهوالو نښتو او ترهګریزو کړنو کې یې په ارزګان کې فعاله ونډه درلوده."
سرچینیو وایی، یاد کس په دې وروستیو کې کابل ته راغلی وه ترڅو د اختر په ورځو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 145897