کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: د طالبانو د هاوان په برید کې ګڼ شمېر ملکیان د ماشومانو او ښځو په ګډون ټپیان شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سرطان 1396 ساعت 12:27


په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا په توغندیز برید کې لږ تر لږه څوارلس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي.

د ننګرهار ولایت مقام له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د غني خیلو ولسوالۍ په شیرګړ بازار سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګیدو له امله ۱۴ ملکي وګړي ټپیان شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده پېښه،چې نن د چنګاښ په ۱۵مه سهار شاوخوا اوه نیمې بجې رامنځته شوه،د پېښې اته تنو ټپیانو درملنه د غني خیلو په مرکزي روغتون کې ترسره شوې خو ۶ ټپيان چې روغتیایي وضعیت یې نازک دی،د درملنې په موخه د مرکز حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي .

د ولایت مقام په وینا، په ټپیانو کې ماشومان او میرمنې شتون نلري .

د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د چپرهار ولسوالی په اړوند سیمه کې د سله والو په برید کې درې ملکي وګړي ووژل شول، درې تنه دي او وسله والو درې نور کسان له ځانونو سره په نامعلوم ځای کې وړي دي.

سرچینه: خامه


د مطلب کود: 145925

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145925/ننګرهار-د-طالبانو-هاوان-په-برید-کې-ګڼ-شمېر-ملکیان-ماشومانو-او-ښځو-ګډون-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com