کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار ولایت په عینو ښارګوټې کې فابریکه جوړیږی

15 سرطان 1396 ساعت 13:50

د افغان ملي سیمه ییز سوداګر او هندي مختصصان هڅه کوي تر څو په کندهار کې د درمل جوړونې یوه فابریکې جوړه کړي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د ښار او کور جوړونې وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې ویلی، ښاغلي کرزي په دې اړه له یاد وزارت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
په همدې اړه د ښار او کوړ جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري او ملي سوداګر محمود کرزي د کتنې پر مهال په دغه پلان خبرې وکړې.
محمود کرزي وایی، چې د کندهار ولایت سوداګران په پام کې لري چې دغه فابریکه د دی ولایت اړوند په عینو ښارګوټې کې جوړه کړي.
خبرپانه ویلی، چې نادري له دغه پلانه هرکلی او خپل ملاتړ اعلان کړه.
ښاغلي نادري زیاتیوی، د یاد فابریکه باید د صنعتي پارک په یوه مشخصه ساحه کې جوړه شي تر څو په سیمه کې ځايي اوسېدونکې د کیمیاوي موادو له خطره مصون پاتې شي.


د مطلب کود: 145937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145937/کندهار-ولایت-په-عینو-ښارګوټې-کې-فابریکه-جوړیږی

آوا
  https://www.avapress.com