دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 145974
د داعش او طالبانو ترمنځ سخت اختلافات او نښتی په سرپل ولایت کی
د هیواد په شمال کی د داعش پراخ هڅو وروسته چی نفوذ پیدا کړی، د جوزجان او فاریاب وروسته، اوس ددی دوو ډلو ترمنځ اختلافات په سرپل ولایت کی هم منځته راغلی دی. داعش ډله د سرپل ولایت صیاد ولسوالی په ځینو سیمو کی فعال حضور لری.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش، د سرپل ولایت څخه د اخرو ګزارشونو په اساس، داعش ډله د صیاد ولسوالی جنوبی او شمالی سیمو کی فعال حضور لری او غواړی د هیواد نورو ناامنو ولایتونو ته دا حضور پراخ کړی، خو دا هڅی د طالبانو او داعش ترمنځ سخت اختلافات منځته راوړی دی.
محمد ظاهر وحدت، د سرپل والی په صیاد کی د داعش شتون په تایید سره د طالبانو او داعش اختلافات له دی امله بولی چی داعش بیعت اخلی او وایی چی دا مساله ددواړو لورو د نښتو لامل سوی دی.
ښاغلی وحدت و پژواک ته وویل چی طالبانو ډله په سرپل ولایت کی په څو دستو باندی ویشل سوی دی؛ ځینی یی غواړی چی د داعش ډلی سره بیعت وکړی، خو ځینی یی هم د داعش په وړاندی د جهاد او جنګ آمادګی اعلان کړی دی.
هغه دی نویو بدلونونو ته په کتو سره ویلی چی ځینی مسلح طالبان د کشفی او امنیتی مسوولینو سره په اړیکه کی د سولی پروسی سره د یوځای کیدو تمایل او زړه ښولی دی.
له بل لوری، مل پاسوال خلیل االه دستیار، د سرپل پولیسو قوماندان د صیاد ولسوالی او شیرم ها سیمو کی د طالبانو او داعش اختلافاتو او جبهه نیونی څخه خبر ورکړ.
هغه وویل، دا اختلافات د نښتو لامل سوی دی چی په لغمان کی د داعش او طالبانو نښتو کی د داعش یو غړۍ وژل سوی او د صیاد ولسوالی اجیریم کلی کی ۱۱ طالبان د داعش له لوری اسیر نیول سوی دی چی د متنفذینو په منګړیتوب سره آزاد سوی دی.
دا په داسی حال کی دی چی مرکزی حکومت د سیمه ایز حکومت غوښتنو ته په سرپل ولایت کی د پراخو عملیاتونو کولو لپاره ځواب نه دی ورکړی. ددی ولایت کوهستانات ولسوالی د دوو کالو راهیسی د طالبانو په تصرف کی دی.
https://avapress.com/vdcfetdyjw6dj1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته