دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 146208
پاکستان د چمن کي چاودنه شوی دی
د پاکستان د سپين‎بولدک د چمن ښار په بازار کې چاودنه وشوه چې ګڼ شمېر کسان يې ټپيان شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د پاکستان هيواد د چمن د پوليسو په وينا، چاودنه دوشنبې په ورځ تر غرمې مخکې سپين‎بولدک د ښار پر"بوغره سړک؛ د پوليسو يوه موټر ته نېژدې وشوه چې د يوه پوليس مشر او ۴و پوليس عسکرو په شمول يې ۱۵ تنه ټپيان کړل.
د یاد پوليس ویلی، په چاودنه کې د ټپي شويو نورو دوو پوليسو په شمول د نورو څو تنو حالت هم مرګونى دى چې د درملنې لپاره کوټې ته راوړل کېږي او احتمال شته چې د مړيو شمېر زيات شي.
د چمن پوليس چارواکي سمدستي له رسنيو سره په خبرو کې دا د ريموټ کنټرول چاودنه وبلله، خو وروسته يې وایی، چې دا يو ځانوژونکى بريد و او د پېښې پرځاى يې د ځانوژونکي د بدن ټوټې موندلې دي.
خو تر اوسه دیاد چاودنې مسؤليت کومې ډلې نه‎دى منلى.
https://avapress.com/vdcgz39q7ak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته