کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد په ۱۳ ولایتونو کی دطالبانو او داعشیانو سخت تلفات

22 سرطان 1396 ساعت 14:05

د افغانستان اسلامی جمهوریت ملی دفاع وزارت اعلان کړړ چی د تیرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کی د هیواد امنیتی ځواکونو مشترک عملیاتو په لړ کی د داعش او طالب تروریستی ډلو په وړاندی، د هیواد په ۱۳ ولایتونو کی دا ډلو ته سخت تلفات اوښتی دی.


د آوا په ګزارش سره، مشترک چاڼیز او تهاجمی عملیاتونه د هیواد په ۱۳ ولایتونو کی ترسره سوی دی او په دی عملیات کی ۷۸ تنه تروریستان د ۳۰ تنه داعشیانو په شمول وژل سوی او ۲۰ تنه نور ټپیان سوی دی.
د ملی دفاع وزارت د یو اعلامیه په خپرولو سره اعلان کړ چی دا عملیاتونه په ننګرهار، کنر، کاپیسا، پکتیکا، خوست، لوګر، قندهار، زابل، ارزګان، قندوز، فاریاب، تخار او هلمند ولایتونو کی په لاره اچول سوی دی.
ددی خبرپاڼی په اساس، ډیر تلفات طالبانو ته د فاریاب ولایت تګاب ولسوالی کی اوښتی دی او په همدی ترتیب ۱۹ تنه داعشیان د ننګرهار په پچیراګام ولسوالی کی او ۱۱ تنه نور د کنر ولایت واته پور ولسوالی کی وژل سوی دی.
همدارنګه د واته پور ولسوالی کنر ولایت کی د امنیتی ځواکونو عملیات په ترڅ کی ضیااالله د تروریستانو جلب او جذب مسوول او احمد سعید د تبلیغاتو مسوول د ۳ تنو سیمه ایز قوماندانانو په شمول وژل سوی  دی.


د مطلب کود: 146300

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146300/د-هیواد-په-۱۳-ولایتونو-کی-دطالبانو-او-داعشیانو-سخت-تلفات

آوا
  https://www.avapress.com