دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 146321
جمهوررئیس غني د جرمني له جمهوررئیس سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه په ارګ کې د جرمني له جمهوررئیس فرانک والټر شټاین مایر سره چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی و، وکتل.

په پيل کې جمهوررئیس غني د جرمني جمهوررئیس ته ښه راغلاست ووایه او افغانستان ته د سفر په خاطر یې ورڅخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د افغانستان او جرمني ترمنځ اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او خوښ یوو چې د جرمني او افغانستان ترمنځ مو د اړیکو سل کلنه کلیزه ونمانځله، هیله ده دا اړیکې لا زیاتې ژورې او پراخې شي.

جمهوررئیس غني په کابل کې د جرمني سفارت ته په نږدې برید د خواشیني د څرګندونې تر څنګ وویل، دولت ته د ديپلوماتانو او ډيپلوماتیکو ځایونو امنیت ساتل لومړیتوب لري. هغه په افغانستان کې د جرمني سرتېرو قربانۍ وستایلې او د وارسا او بروکسل په کنفرانس کې یې له افغانستان سره د جرمني د مرستو او د دغه هېواد د سرتېرو د اوسني ماموریت چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د روزنې په برخه کې مرسته او همکاري کوي، قدرداني وکړه.

د جرمني جمهوررئیس فرانک والټر شتاین‌مایر افغانستان ته په خپل سفر او دلته په د تاوده هرکلي او میلمه پالنې خوښي وښوده، وې ویل: لومړی مزار شریف ښار ته د خپلو سرتیرو د لیدو لپاره ورغلم چې تروریزم سره په مبارزه کې له افغان سرتېرو سره اوږه په اوږه فعالیت کوي. هغه زیاته کړه: دغو سرتېرو راته وویل چې د افغانستان وسله‌وال پوځ تر پخوا زیات غښتلی او منظم شوی دی او د دوی د لا غښتلتیا او د وړتیاوو د زیاتولو په خاطر ورسره همکاریو ته دوام ورکوو.

د جرمني جمهوررئیس ښاغلي شټاین مایر د دیپلوماتانو امنیت ته د افغانستان حکومت له پاملرنې مننه وکړه وې ویل، د جرمني دیپلوماتیک فعالیتونه او چارې به په نورماله توګه دوام کوي.

ورپسې جمهوررئیس غني تروریزم د سیمې او د نړۍ هېوادونو ته ګډ ګواښ وباله وې ویل، دا مهال د تروریزم د فعالیت بڼه او ماهیت بدل شوی دی او له هغه سره مبارزه نړيوالې اجماع او ګډ مبارزه غواړي.

جمهوررئیس غني د افغانستان په امنیتي او دفاعي سکتور کې راغلو اصلاحاتو ته په اشارې وویل، دفاع وزارت کې زیات اصلاحات راغلي دي او لا هم دوام لري، اوس مو زیات تمرکز په کورنیو چارو وزارت دی چې دواړه وزارتونه غیر سیاسي او مسلکي شي، دفاع وزارت کې رهبري نوي نسل ته چې غیرسیاسي دی، سپارل شوې ده.

جمهوررئیس غني وویل، څلورکلن امنیتي پلان چمتو شوی دی چې د نړيوالو شریکانو سره په ګډې همکارۍ د پلې کېدو وروسته به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا لا زیاته شي.

همدارنګه دواړو غاړو په راتلونکو ټاکنو هم بحث وکړ، جمهوررئیس غني وویل: ټاکنې زموږ لپاره خورا مهمې دي او د ټاکنو کمېسیون د پارلماني ټاکنو د کېدو نیټه اعلان کړې ده. هغه په دې برخه کې د نړيوالو شریکانو او په ځانګړي ډول د جرمني له مرستو څخه په مننې هیله وښوده چې دغه ټاکنې به پرته له کومې مداخلې رڼې او په ارامه فضا کې وشي.

جمهوررئیس غني د کابل پروسې او د سولې د عالي شورا فعالیتونو ته په اشارې وویل، حکومت سولې ته ژمن دی او له حزب اسلامي سره د سولې موافقت‌نامې وښوده چې بین الافغاني مذاکرات نتیجه ورکوي او دغه موافقت‌نامه به عملي کېږي.

دغه راز جمهوررئیس وویل زموږ لومړیتوب دا دی چې اول له پاکستان سره سوله وکړو، بیا طالبانو سره؛ ځکه طالبان واحده رهبري نه لري. هغه زیاته کړه، سوله په دوه ډوله ده یوه ټولنیزه سوله ده چې کلي په کلي د خلکو ترمنځ سولې ته کار وشي او بله سیاسي سوله ده. او ټینګار یې وکړ چې طالبان د سولې لپاره کم فرصت لري باید ژر تصمیم ونیسي.

جمهوررئیس غني د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه د افغانستان موقعیت او د ترانیزیټي لارو پرانیستو ته په اشارې وویل، افغانستان اوس د اقتصاد او سوداګرۍ له پلوه منځنۍ اسیا سره د وچې بندرونو او رېل پټلۍ له لارې تړل شوی دی او د هند او چین سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا سره د افغانستان اقتصاد ښه لوري ته روان دی چې دا به په ټولې سیمې مثبته اغیز وکړي.

جمهوررئیس غني د افغانستان کاني زیرمې د هېواد په اقتصادي وده کې مهمې وبللې او په ځانګړي ډول یې په جنوبي ولایتونو کې د لیتیمو کانونو ته په اشارې وویل، د هېواد د ځمکې لاندې زیرمې سم مدیریت غواړي او د هلمند ولایت د لیتیمو کیفیت ډېر لوړ دی چې د موټر جوړولو په صنعت کې ورنه سمه استفاده کېدای شي.

جمهوررئیس وړاندیز وکړ چې د جرمني د موټر جوړولو کمپنۍ دې په دغه برخه کې څیړنې وکړي چې څنګه له دغو کانونو څخه د موټر جوړولو په صنعت کې استفاده کولی شي.؟

ورپسې د جرمني جمهوررئیس وویل، هېواد یې په افغانستان کې د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او ډاډ یې ورکړ چې په دې به غور وکړي چې د جرمني د موټرو جوړولو کمپنۍ د لیتیمو له کانونو څخه د استفادې په برخه کې له افغانستان سره څنګه همکارۍ کولای شي.

په پای کې جمهوررئیس غني یو وار بیا افغانستان سره د جرمنی له مرستو او همکاریو په مننې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

https://avapress.com/vdccieqss2bq018.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته