دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 146358
د افغانستان لپاره د داعش مشر ابو سید ووژل شو

د افغانستان لپاره د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو مشر ابو سید وژل شوی.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه بیان کې لیکلي، چې د داعشیانو د خراسان څانګه مشر ابو سید د سه شنبې په ورځ د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه هوایي برید د داعش وسله والو پر مرکز په خیتځ کونړ لایت کې ترسره شوه.

د امریکا دفاع وزارت په وینا، ابو سید په وروستیو کې د داعش وسله والو له خوا د خراسان څانګې لپاره د مشر په توګه ټاکل شوی و.

له دې وړاندې، د داعش وسله والو مشر حفیظ سعید خان او عبدالحسیب په ورته بریدونو کې وژل شوي و.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان په یو شمېر نا امن ولایتونو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه هم په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او نږدې څلور میاشې مخکې په اچین باندې د داعش جنګیالیو پر پټنځایونو خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړل چې په ترڅ کې نږدې ۱۰۰ تنه داعش وسله وال ووژل شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpeqs42bq018.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته