کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هند استخبارات او افغانستان په اړه د پاکستان پوځ نوې ادعاوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سرطان 1396 ساعت 11:50

د پاکستان پوځ یوه لوړپوړي چارواکي ادعا کوي چې افغانستان خاوره د هند استخبارات له خوا د پاکستان پر خلاف استعمال کیږي.


د  پاکستان د ګډو ځواکونو د لوی درستیز کمیټې مشر جنرال زبیر محمد حیات دغه څرګندونې تیره ورځ په یوه مراسم کې د وینا پر مهال وکړه.

نوموړې ادعا وکړه، چې د هند استخباراتي اداره (را) د بلوچستان د امنیت د خرابولو هڅه کوي او غواړيد افغانستان له خاورې نه پر مهمو پروژو بریدونو ترسره کړي.

جنرال حیات په همدې حال کې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهم بولي.

خو افغان چارواکي وایي، په افغانستان کې سوله او امنیت هغه وخت راتلی شي چې د ډیورنډ کرښې له هاخوا سیمو څخه د دولت ضد وسله والو ډلو امن ځایونه له منځه وړل شي.

د افغانستان حکومتي چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت هم تیره اونی وویل، چې د حقاني ترهګرې شبکې او طالبان لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

د امریکا د دفاع وزارت له خوا په خپرې شوې نوې راپور کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمې لا هم د ترهګرو شبکو او ډلو خوندي ځای دي او افغان وسله والې ډلې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون په آزاد ډول په پاکستان کې فعالیت کوي.

د راپور پر بنسټ، د حقاني شبکې او طالبانو ډلې لا هم د پاکستان د ځینو حکومتي او امنیتي ادارو له لورې مرستې ترلاسه کوي.

سرچینه: خامه پرس


د مطلب کود: 146367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146367/د-هند-استخبارات-او-افغانستان-په-اړه-پاکستان-پوځ-نوې-ادعاوې

آوا
  https://www.avapress.com