دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 146385
د خلګو پر کورونو باندی برید او باج اخیستنه د سیمه ایزو پولیسو په واسطه
د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالی کی سیمه ایز پولیس، د مسلح مخالفینو په وړاندی جنګ او امنیت تامین پرځای، د خلګو کورونو ته اور اچولو، باج اخیستنی او د ځوانانو وژنو باندی اقدام کوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د دولت آباد ولسوالی خیر آباد سیمی اوسیدونکی وایی چی د پنج شنبه سهار ناببره لس تنه پولیس یو کلې ته داخل سو او د کورو تلاشی وروسته، خلګ یی آذیت او زورونی لاندی ونیول.

غوث الدین، ددی سیمی یو اوسیدونکی د پژواک خبری آژانس ته وویل، سربیره پردی چی په دی سیمه کی مسلح مخالفین شتون نه لری، د هغوی کورونه د سیمه ایزو پولیسو له لوری تلاشی کیږی.

هغه زیاته کړه: زموږ کورونه تلاشی کړله، حریق کړله، موترسایکلونه یی زموږ څخه یوړل او زموږ بی ګناه خلګ یی ووژله.

د غوث الدین په وینا، د خلګو پر کورونو باندی د سیمه ایزو پولیسو یورش له امله، د سیمی اوه اوسیدونکی مړه سوی دی او پنځه تنه تښتول سوی دی او اته تنه نور هم مفقودالاثره دی.

دا اوسیدونکی زیاته کړی، په سیمه کی سیمه ایز پولیس، د هر کورنی لپاره سل زره افغانی جزبه وضع کړی دی.

دا په داسی حال کی دی چی ددی سیمی یو بل اوسیدونکی حاجی جمعه نیوکه کوی چی هیڅ څوک د هغوی فریاد نه اوری.

خو فاریاب امنیتی مسئولین دا خبری د مسلح مخالفینو تبلیغات بولی.

د فاریاب پولیسو قوماندان ویاند کریم یورش وایی چی سیمه ایز پولیس ددی قوماندی تر چوکاټ لاندی امنیت تامین او دندی ترسره کوی او د دولت آباد ولسوالی خیر آباد سیمه کی هیڅ ډول پیښه نه دی صورت نیولی.

https://avapress.com/vdcc4eqsp2bq018.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته