دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 146386
د افغانستان کی په ختیځ کنړ ولایت د داعش ډلي مشر وژل شوی دی
امریکايي چارواکي، په افغانستان کې د داعش ډلې مشرله وژل کېدو خبر ورکوي.


  د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو چارواکي ویلی، د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې د افغانستان له پاره د داعش ډلې امیر وژل شوی دی.
د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان، جان نکلسن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د داعش امیر د افغانستان په ختیځ کنړ ولایت کې وژل شوی دی.
امریکایي چارواکي وایي چې، (ابو سید) تېره اوونۍ په کُنړ ولایت کې د یوه هوایي برید په پایله کې وژل شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت همداراز وایي، چې په دې برید کې د داعش ډلې څو نور غړي هم وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ابو سعید د روانې میلادي جولای میاشتې په ۱۱ مه په کنړ ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې و وژل شو.
ویلکږی، چې ابوسعید د داعش د خراسان د ډلې دریم په اصطلاح امیر دی چې وژل کېږي.
خو تر اوسه وسله والو داعشیانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcdj90f9yt0os6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته