کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر کندز ښوونځې د هوایي برید په اړه د طالباانو ادعاوې او ناټو غوڅ ملاتړ غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سرطان 1396 ساعت 8:27

په داسې حال کې چې په شمال کندز ولایت کې پر یوه ښوونځي د بهرنیو ځواکونو له خوا د هوایي برید په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ موماوریت د طالبانو هغه ادعاوې رد کړل، چې ګوا کې په دغه هوایي برید کې د ښوونځي وداني په بشپړه توګه له منځه تللې ده او په ترڅ کې یې ګن شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان دي.


د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند وېیلیام سالوېن وایي، د طالبانو دغه تورونه بی بنسټه دي چې پکې ویل شوي چې د امریکایي ځواکونو له خوا د کندز پر یوه ښوونخي هوایي بریدونه ترسره شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، که څه هم امریکایي ځواکونه تیره شپه په کندز ولایت کې هوایي بریدونه ترسره کړل، خو د افغان چارواکو په وینا د ښوونځي وداني په اشپزخانه کې د اور د لګېدو له امله په نسبي ډول زیانمن شوي.

د ښاغلي سالوېن په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې چې تیره شپه ترسره شوه، د وسله والو طالبانو مستحکم ځایونه او ماینونه له منځه وړل شوي.

له دې وړاندې ځینې سیمه ییز چارواکی ویلي وو، چې د هوایي برید په ترڅ کې د کندز ښار په ختیځ کې د خواجه مشهد ښوونځي وداني او یو شمېر کورونه سخت زیانمن شوي دي.


د مطلب کود: 146405

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146405/پر-کندز-ښوونځې-د-هوایي-برید-په-اړه-طالباانو-ادعاوې-او-ناټو-غوڅ-ملاتړ-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com