د ولسي یوه غړي نصرالله صادقي زاده نیلي ټینګار وکړ، چې د دوستم او ایشچي قضیه د امریکا متحده ایالاتو سفارت سره کوم ربط نه لري او زیاته یې کړه، چې بهتر به وي د امریکا سفارت شارژدافیر په عراق، بګرام، او ګونتانامو زندانانو کې د ترسره شوي شکنجو په اړه توجه کړي.
نومړې په همدې حال کې وویل، چې د دوستم او ایشچي قضیې له موضوع سره د افغانستان ستره محکمه سیاسي چلند کوي او یا هم د سیاسي کړیو غوښتنو پر اساس عمل کوي.
هغه خبرداری ورکړ چې خطرناک به وی چې د هېواد ستره محکمه د سیاسي کړیو په واک او اختیار کې پاتې شي.
د ولسي جرګې یوه بل غړي علي اکبر قاسمي وویل، چې د دوستم او ایشچي قضیې ته باید ژر د ټکې پای کېشودل شي او پر لوي څارنوالي او د افغانستان پر ستره محکمه غږ وکړ چې په اړه یې له سیاسي پریکړو څخه ډډه وکړي.
په ولسي جرګې کې د کندز خلکو استازې فاطمه عزیزي وویل، چې د امریکا سفارت شارژدافیر له دغه شان څرګندونو سره د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
په همدې حال کې الله ګل مجاهد وویل، تر هغه چې په هېواد کې بهرني ځواکونه موجودوي، د افغانستان ملي حاکمیت به تر پوښتې لاندې پاتې شي او زیاته یې کړه چې امریکایي ځواکونه د هېواد ولسمشر د لومړی مرستیال د محاکمې حق نه لري.