کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال نیکولسن: افغانستان کې د داعش ډیر جنګیالي بهرنیان دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سرطان 1396 ساعت 8:37


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن وایي، چې په تیر یو کال کې د امریکا او افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې داعش د خراسان د ولایت ډله ډیره ځپل شوې او په دې موده کې یې د نورو ډیرو جګ پوړو قوماندانانو سربیره د داعش درې مشران هم وژلي دي.

جنرال نیکولسن وویل "د جولای په یوولسمه مونږ ابو سعید د داعش د خراسان ولایت امیر په کونړ کې په یو هوایي برید کې ووژه. دا په تیریو کال کې د داعش دریم امیر دی چې مونږ د خپلو افغان ملګرو سره د عملیاتو په پایله کې وژلی دی، لکه چې خبر یاست مونږ د تیرکال راهیسې د داعش پر وړاندې عملیاتو ته دوام ورکوو، په ځانګړي ډول د مارچ د میاشتې راهیسې، مونږ اوس د دغې ډلې د وسله والو په شمیر کې ډیر کمی ونیو، مونږ د هغوی درې امیران ووژل او هم مونږ په لسګونو د هغوی لوړ پوړې مشران وژلي دي".

د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت قوماندان نن د شنبې په ورځ په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره د قاطع ملاتړ ماموریت امنیتي همکاریو په برخه کې د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانۍ (سیستیکا) د قوماندان د بدلېدو د مراسمو په څنډو کې خبریالانو سره خبرې کولې.

جنرال نیکولسن وویل، چې د امریکا پوځ د افغانستان په هرځای کې د داعش پر وړاندې عملیات ترسره کوي، خو هغه وویل چې دا عملیات یې په ځانګړي ډول د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ، کونړ او حتی د جوزجان په ولایت کې د داعش د ډلې پر وړاندې ترسره کړي دي.

جنرال نیکولسن وویل چې د اسلامي دولت یا داعش پر وړاندې به دا عملیات د دغې ډلې د بشپړې ماتې تر وخته په افغانستان کې ادامه ومومي.

جنرال نیکولسن وویل " د داعش ډیر وسله وال افغانان نه دي، دا بهرنیان دي، چې افغانستان ته راځي او دلته افغانان له ناخوالو سره مخ کوي، مونږ به د افغان حکومت سره د دغې ډلې له منځه وړلو لپاره کارته دوام ورکړو ".

جنرال نیکولسن وویل چې که چیرې داعش خپل څلورم امیر هم وټاکي دوی به یې ووژني.

په افغانستان کې د قاطع ماموریت قوماندانۍ تیره شپه ناوخته د ابو سعید د وژل کیدو خبر خپور کړ.

د داعش ډلې لا تراوسه د خپل امیر ابو سعید د وژل کیدو خبر نه دی تائید کړی.

د سیستیکا قوماندان تورن جنرال ریچارد کایزر نن د قاطع ملاتړ ماموریت په قوماندانۍ کې د یو لړ ځانګړو پوځي مراسیمو په ترڅ کې دغه قومانداني تورن جنرالې رابن فانتس ته وسپارله.

دې غونډې ته د افغانستان د ملي دفاع وزرات سرپرست جنرال طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد هم خبرې وکړې.

په دې مراسیمو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمرد افغان حکومت په استازیتوب، د جنرال کایزرپه سینه د میوند د غازي محمد ایوب خان دولتي مډال چې دمخه د جمهوررئیس غني له خوا منظور شوی و،وځړاوه.


د مطلب کود: 146407

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146407/جنرال-نیکولسن-افغانستان-کې-د-داعش-ډیر-جنګیالي-بهرنیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com