ښاغلي کرزي دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي «پخوانی جمهور رئیس دغه بمباري چې له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې زمونږ له خلکو قرباني اخلي او زموږ د ښوونځيو او کورونو د ویجاړېدو سبب ګرځي ستر بشري جنایت او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بولي او په شدیدو الفاظو یې تقبيح كوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په شمال کندز ولایت کې پر یوه ښوونځي د بهرنیو ځواکونو له خوا د هوایي برید په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند وېیلیام سالوېن وایي، د طالبانو دغه تورونه بی بنسټه دي چې پکې ویل شوي چې د امریکایي ځواکونو له خوا د کندز پر یوه ښوونخي هوایي بریدونه ترسره شوي دي.
نوموړې زیاته کړه، که څه هم امریکایي ځواکونه تیره شپه په کندز ولایت کې هوایي بریدونه ترسره کړل، خو د افغان چارواکو په وینا د ښوونځي وداني په اشپزخانه کې د اور د لګېدو له امله په نسبي ډول زیانمن شوي.
د ښاغلي سالوېن په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې چې تیره شپه ترسره شوه، د وسله والو طالبانو مستحکم ځایونه او ماینونه له منځه وړل شوي.