کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کی د داعش ترکیب ډیر خارجیان جوړوی

25 سرطان 1396 ساعت 14:56

د ناتو خارجی ځواکونو قوماندان وایی: د داعش تروریستی ډلی ډیر ځواکونه خارجیان دی چی افغانستان ته راغلی دی.


د آوا په ګزارش سره، جنرال جان نیکلسون؛ په افغانستان کی د خارجی ځواکونو قوماندان، وایی: د افغان او امریکایی ځواکونو مشترک عملیاتونو په نتیجه کی د داعش ډلی خراسان شاخه ډیر ټکول سوی دی.

نیکلسون زیاتوی: ددی عملیاتونو په لړ کی ددی ډلی ډیر جنګیدونکی او قوماندان او دری مشران یی هم وژل سوی دی.

جنرال نیکلسون وویل: موږ په یو هوایی برید کی د سرطان په ۲۰ نیټه، ابو سعید د خراسان ولایت امیر په کنر کی ووژله چی د یو کال راهیسی دا دریم داعش امیر وو چی خپل افغان همکارانو سره مو وژلی دی.

هغه وویل: داعش مسلح ځواکونو ډیریی افغان نه دی، بلکه هغه خارجیان دی چی افغانستان ته راځی او افغانان مشکلاتو سره مخامخوی. موږ د افغان حکومت سره ددی ډلی د نابودولو لپاره خپل کار ته ادامه ورکوو.

نیکلسون وویل: که داعش خپل څلورم امیر هم وټاکی هغه به هم ووژنی.

دا په داسی حال کی دی چی داعش تروریستی ډله تراوسه د ابو سعید وژنه نه دی تایید کړی.


د مطلب کود: 146437

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146437/په-افغانستان-کی-د-داعش-ترکیب-ډیر-خارجیان-جوړوی

آوا
  https://www.avapress.com