دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 146504
د تور کارنامی څخه تر سپین کودتا پوری

 

د نمایندګانو مجلس لمړۍ معاون هشدار ورکړی دی چی که حکومت نور هم قومی اختلافاتو باندی لمن ووهی او شخصی ګټی تر ملی ګټو ښه وبولی د افغانستان خلګو سپین کودتا سره به مخ سی.

همایون همایون؛ د نمایندګانو مجلس لمړۍ معاون وویل: حتی په فیسبوکی پاڼو کی هم قومی مساله لکه تاجیک- پشتون او درانی-غلجایی مسالو باندی لمن وهل کیږی او حتی ریاست جمهوری ماڼۍ هم ملی ګټی د شخصی ګټو پوری قربانی کوی.

ښاغلی همایون زیاته کړه، ولسمشر غنی غواړی دی مسالو باندی په لمن وهلو سره، د افغانستان ۳۰ میلیونه نفوس غرق کړی.

هغه هشدار ورکړ چی د افغانستان خلګ، هوشیار دی او ټوله مسایلو باندی پوهیږی او ښاغلی غنی باید ځان اصلاح کړی او نور ملی ګټی د شخصی ګټو پوری قربانی نه کړی که نه نو د ولسمشر په وړاندی به د افغانستان خلګ سپین کودتا وکړی.

د مجلس لمړۍ معاون ټینګار وکړ چی د ولسمشر غلط سیاستونه ددی سبب سوی چی په ټول هیواد کی ناامنی پراختیا ومومی او په ټولو ولایاتو کی وحشت او تاوتریخوالی رامنځته سی.

صاحب نظران هم د همایون همایون خبرو ته په اشاره سره وایی چی د ولسمشر غنی ریاست جمهوری او ملی وحدت حکومت په دوره کی د دوه غیری همفکره مشرانو په شتون بی ثباتی او قومی اختلافونه ډیر سوی دی.

هغوی د ښاغلی همایون د خبرو په تایید سره وویل چی د ملی وحدت حکومت مشرانو توره کارنامه ددی بحرانی وضعیت باندی اغیزه درلودلی او د ولسمشر ادعاوو برسیره چی وایی ټول اساسی تصمیمونه د مشارکت او مشورت په اساس نیول کیږی او هغه د حکومتداری ته فراقومی او پراخ نظر لری، دا ادعاوی د افغانستان خلګو جاری ټولنیز او سیاسی حیات کی، هیڅ ډول مصداق او مبنا نه لری.

ریاست جمهوری په هغومره اندازه چی خپل سیاسی منتقدان د ځان په وړاندی راپورته کړی دی او د معترضینو یو طیف د حکومت دننی او دباندی څخه د ځان په وړاندی راپورته کړی دی، په هغومره اندازی سره کولای سی رامنځته سوی وضعیت معقول او ملی ګټو په اساس لاری ته سمه کړی او مدیریت یی کړی او د بی ثباتی مخه ونیسی. د قضا څخه دا همغه ماموریت دی چی یواځی ولسمشر ورباندی قادر دی؛ خو د منتقدانو په باور، که هغه دا ماموریت اوس سمه ترسره نه کړی، سبا امکان لری ددی کار لپاره ناوخته سوی وی؛ ځکه چی د خلګو لاریونونه، د خلګو واټن د حکومت څخه، سیاسی جریانونو او ائتلافونو جوړیدل د ولسمشر په وړاندی او په اخر کی د نمایندګانو لمړۍ معاون هشدار ټوله ددی شکاره کوونکی دی چی نور د سیاسی موثره او فعال جریانونو او خلګو صبر سرته رسیدلی دی او هیواد اقتصادی، سیاسی، ټولنیز، امنیتی وضعیت یو هولناک او خطرناک لوری ته بیایی؛ هغه پیښه چی که رامنځته سی نور به ښاغلی غنی او عبدالله او حتی سفارتخانی او نظامی پایګاوی او هیوادونو جنګی طیاری به د مهار توان به ونه لری او ددی توان به ونه لری چی وضعیت بیرته سمی لوری ته بوځی.

ددی سختو شرایطو څخه د وتلو لاره یواځی سریع، پراخ، اساسی او حقیقی اصلاحاتو رامنځته کونه په ټولو برخو کی د قومی خبرو څخه بیل امکان لری. او دا همغه څه دی چی د هیواد په اساسی قانون کی شتون لری او باید همدا مشران چی د هیواد پر برخلیک باندی مسلطه دی باید د خپل ظرفیتونو څخه په ګټی اخیستنی سره، هیواد ته یو امن او سوله لرونکی او هیله مند راتلونکی جوړ کړی.

https://avapress.com/vdcfxvdyjw6djta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته