د هلمند چار واکی وایی، د یاد ولایت د ناوې ولسوالۍ بیرته نیولو په موخه له ۳ خواو بریدونه پیل کړي وه، چې د دوشنبه په ورځ سهار د ناوی ولسوالي د افغان امنیتی ځواکونو لاسته ولوېده.
هلمند ولایت کي افغان امنیتی ځواکونو د ناوي ولسوالی ونیوه
27 سرطان 1396 ساعت 8:38
د هلمند چار واکی وایی، د یاد ولایت د ناوې ولسوالۍ بیرته نیولو په موخه له ۳ خواو بریدونه پیل کړي وه، چې د دوشنبه په ورځ سهار د ناوی ولسوالي د افغان امنیتی ځواکونو لاسته ولوېده.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت چارواکي زیاتیوی، چې افغان امنیتی ځواکونو دیاد ولسوالۍ وروسته له طالبانو ونیوه. د یاد ولایت د والي ویاند عمر ځواک ویلی دی، چې د هلمند ولایت د ناوی ولسوالۍ ۹ میاشتې وړاندې وسله والونیولې وه. هغوی وایی، چې ناوی ولسوالۍ د دوشنبې په ورځ د افغان ځواکونو لاسته ولوېده. نوموړي ویلی دی، چې د ناوی ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات د خالد صفر ۴ په نوم دوه ورځې وړاندې پیل شوي وو. د هغوی په وینا، ملکي کسانو ته په دې عملیاتو کې زیان نه دی رسېدلی. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 146529