کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۹ قراردادونه منظور شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سرطان 1396 ساعت 10:51


د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت نهه قراردادونه د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې، چې مشری یې ولسمشر محمد اشرف غني درلود، منظور شوي دي.

د افغانستان جمهوری ریاست یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې په منظور شوي قراردادونو کې د دوشي – پلخمري سب سټېشن پروژو د ډیزاین،  د اسنادو د ترتیب او ارزونې په موخه د مشورتي خدمتونو د قرارداد تعدیل (د قېمت له زیاتوالي سره تمدید)، د بامیان ولایت د سب سټېشن توسعه او د نوي سب سټېشن  نصب، له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال لین، د بامیان ولایت د ۲۰ کیلو ولټه برېښنا توزیعي شبکه، د ګاونډیو هېوادونو تر منځ د ارتباطي لین تخنیکي مطالعه او د پیش پرداخت مېټرونو لپاره د مشخصاتو تخنیکي راپور چې یادې پروژې د افغانستان برېښنا شرکت تطبیقوي شامل دي.

نور قراردادونه چې په دغه غوڼده کې منظور شول پکې د ښارجوړولو وزارت د مرکزي ریاستونو د اړتیا وړ  کمپیوټر او تجهیزاتود تهیه او تدارک  قرارداد، د مالیې وزارت اړوند د څلور عراده کرین قراداد تعدیل (د بیو د زیاتوالي پرته د مودې تمدید)، د کرنې او مالدارۍ وزارت اړوند(د ازبکستان جمهوریت څخه د ۱۰۰ زره متریک ټنه غنمو لېږد پروژې د قراردادتعدیل (د بیې له زیاتوالي پرته د مودې تمدید) شامل دي.

ارګ ماڼي وایي د ۲۰۳ تندر او ۲۰۵ اتل قول اردوګانو اړوند د مراقبت برجونو او احاطوي دېوالونو د ساختماني چارو قراداد، د پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو لپاره د افغانستان د برېښنا شرکت د اړتیا وړ ډیزل تېلو د تدارک قراداد، د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د جنراتورونو د حفظ او مراقبت پروژې  د قراراد  تعدیل(د بیې له لوړوالي پرته د مودې تمدید) هم د ملي تدارکاتو کمیسیون له خوا منظور شوي دي.


د مطلب کود: 146542

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146542/ارګ-د-۱-۴-میلیارد-افغانیو-په-ارزښت-۹-قراردادونه-منظور-شول

آوا
  https://www.avapress.com