کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو د امریکایي جنرال او سرتیرو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سرطان 1396 ساعت 13:06


په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په کندز کې د امریکایي جنرال او سرتیرو د تلفاتو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه.

د یاد ماموریت ویاند کپتان وېلیم سالوېن وایي، د وسله والو طالبانو هغه ادعا چې ګواکې په شمال کندز ولایت کې څلور امریکایي پوځیان د یوه امریکایي جنرال په ګډون وژل شوي، نا سم دی.

نوموړې زیاته کړه، چې ائتلافي ځواکونه په تیرو ۲۴ ساعتنو کې هیڅ تلفات نه درلودل.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ ادعا وکړه چې د کندز ولایت په مرکز کې ۱۷ تنه سرتیري د امریکایي پوځیان او جنرال په ګډون وژل شوي او دوه ټانکونه ویجاړ شوي دي.

کندز د افغانستان په شمال کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه افغان امنیتي ځواکونه د کندز ولایت په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه هم په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.


د مطلب کود: 146560

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146560/ناټو-د-امریکایي-جنرال-او-سرتیرو-په-اړه-طالبانو-ادعا-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com