دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 146572
د نولس کلنو لوبډلې دویمه لوبه هم وګټله

د افغانستان د کریکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې سینګاپور کې خپله دویمه لوبه کې کوربه لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه سينګاپور وګټله او خپله يې د توپوهنې پريکړه وکړه چې د ۲۶.۱ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يې ۹۲ منډې جوړې کړې.

د افغان نولس کلنو بالرانو له لوري يوسف ځاځي ۵، نوين الحق ۳ او ظاهر پکتين دوه لوبغاړی وسوځول. افغان نولس کلنو وکولی شو چې په اسانۍ سره په ۱۷ اوور کې ياد هدف پوره کړي.

په افغان لوبډله کې نويد عبيد ۳۰ منډې، عمران محمدي ۲۷ او طارق ستانکزي۲۵ ناسوځيدلې منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې په ۷ ويکټو ماتې ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی يوسف ځاځی چې ۵ ويکټې يې اخيستي وې، وټاکل شو.

د نولس کلنو ملي لوبډلې تیره ورځ مالیزیا ته هم په اتو ویکټو ماتې ورکړې او سبا نه بله ورځ د جولای په شلمه له نیپال سره دریمه لوبه ترسره کوي.

افغان لوبډله سینګاپور کې د نولس کلنو نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سياليو کې چې د جولای په پنځلسمه نیټه پیل شوې، لوبه کوي.

په دغو سياليو کې سينګاپور، ماليزيا، افغانستان او د نيپال نولس کلنې لوبډلې لوبيږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0in6u49nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته