کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان نجونو د امریکا په روباټیک سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 سرطان 1396 ساعت 11:50


د افغانستان د ښوونځیو هغه شپږ زده ‌کوونکي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د روباټیک په سیالیو ګډون کړې وو، د هېواد لپاره د سپینو زرو مډال واخیست.

د راپورونو له مخې، د افغانستان دغو زده کوونکو ته د سیالیو په پایله کې افتخاري مډال یا د نړیوال جرات مډال ورکړل شوی دی.

د روباټونو دغه سیالی تیره اونی د امریکا په پلازمینې واشنګټن کې پیل او پکې د نړی له ګوټ ګوټ څخه ۱۶۲ ټیمونه راغلي وو.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ډونالډ ټرمپ لور اېوانکا ټرمپ هم له افغان نجونو سره وکتل.

د افغانستان دغه زده کوونکې تیره اونی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مرسته په دغه سیالی کې ګډون وکړل، وروسته له هغه چې د هغوی د ویزې غوښتنلیکونه د امریکا چارواکي له ‎خوا رد شوي وو.

د راپورونو پر بنسټ، په پام کې ده چې افغان نجونې د اېوانکا ټرمپ په بلنه سبا سپینې مانی ته لاړ شي.

له دې وړاندې دغو زده کوونکي په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې دعوت شوي وو او په دغه لمانځغونډه کې د سفارت کارکوونکو سربېره نورو افغانانو هم پکې ګډون درلود.


د مطلب کود: 146625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146625/افغان-نجونو-د-امریکا-په-روباټیک-سیالیو-کې-سپینو-زرو-مډال-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com