کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغان سولې سره د همکاري په اړه د طالبانو پلار مولانا سمیع الحق شرط

د صدای افغان خبری آژآنس(آوا) , 28 سرطان 1396 ساعت 12:09


د پاکستان د جمعیت علمای اسلام سمیع مشر مولانا سمیع الحق د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د هرډول مرستې ژمنه کړې ده.

خو نومړې ټینګار کوي چې لومړی باید بهرني ځواکونو له افغانستان نه ووځي.

د مولانا سمیع له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د جمعیت علمای اسلام سمیع مشر دغه څرګندونې تیره ورځ له افغان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال سره په کتنه کې کړي دي.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، مولانا سمیع د پاکستان پر حکومت هم غږ کړي چې د افغانستان په اړه په خپل تګلارې کې بیا کتنه وکړي.

مولانا سمیع چې د طالبانو د پلار په نامه مشهور دي، ادعا کوي چې یوازې هند د روانو حالاتو څخه ګټه اخلي.

نومړې د حقانیه مدرسې بنسټ ایښودونکی دی چې ځينې مهم طالب مشران لهدغه مدرسې فارغ شوي او ویل کیږي چې د پاکستان علما پرې لوی اغېز لري.

افغان چارواکي وایي، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان له قابایلي سیمو څخه او مهمو ښارونو کې د کوټې او پیښور په ګډون فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.


د مطلب کود: 146629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146629/له-افغان-سولې-سره-د-همکاري-په-اړه-طالبانو-پلار-مولانا-سمیع-الحق-شرط

آوا
  https://www.avapress.com