دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 146981
پکتیا کې د جاني خېلو ولسوالی سقوط په اړه راپورونه

د راپورونو له مخې، په سویل ختیځ پکتیا ولایت کې د جاني خېلو ولسوالی د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړی دی.

ځینې سیمه ییز چارواکي وایي، د جاني خېلو ولسوالی له درنې جګړې وروسته نن سهار د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې د ولسوالی مرکز، امنیه قومانداني، او ټولې امنیتي پوستې د یاد ډلې په لاس سقوط کړي دي.

په همدې حال کې د پکتیا امنیه قوماندان توریالي ابدیاني تائید کړه چې په جاني خېلو ولسوالی کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخې نښتې روانې دي خو نوموړې د لسوالی سقوط په اړه راپورونه رد کړ.

پکتیا د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو او حقاني شبکې د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د پکتیا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د غور تيوره ولسوالی او د فاریاب کوهستان ولسوالی هم د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevp8zzjh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته