د پکتیا چارواکي وايي په جانيخېلو ولسوالۍ کې د تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.
د پکتیا امنیه قوماندان جنرال توریالی عبدیاني وايي چې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او جګړه شدیده ده.
د سیمې اوسیدونکو ازادي رادیو ته وویل چې د جګړې په پایله کې وسله والو طالبانو په جګو نقطو کې د افغان ځواکونو پوستې نیولي دي او له هغه وروسته یې ولسوالۍ او قوماندانۍ نیولې ده او زیاتوي چې د ولسوالۍ ښار تعمیرات او دولتي ځایونه او ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ولسوالۍ کې یې لسګونه پولیس وژلي او زخمي کړي دي.
ده دا هم وویل چې ګڼ مهمات د دوی لاسته ورغلي او دوه طالبان وژل شوي، درې ټپيان دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)