ننګرهار چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د فاتحې په مراسمو کې پر داعش وسله والو هوايي عملیاتوشوی.
ننګرهار کي د داعش وسله والو ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور زخميان شوي دي
3 اسد 1396 ساعت 11:36
ننګرهار چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د فاتحې په مراسمو کې پر داعش وسله والو هوايي عملیاتوشوی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، دغه پېښه پرون د دی ولایت د هسکه مېنه ولسوالۍ د مریز کنډو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ مسؤلین ویلی، پرون د بهرنیو ځواکونو بېپيلوټه الوتکې د دې ولسوالۍ په مریز سیمه بمبار کړی چې پهکې داعش وسلهوالو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو تر څنګ ملکي خلکو ته هم تلفات اوښتي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ چارواکي زیاتیوی، په د حاجي امان په نوم د یوه ځايي کس د فاتحې له مراسمو څخه پر حکومتي ځواکونو برید وشو، چې وروسته امنیتي ځواکونو هم متقابل برید وکړ.
سرچینیوی، دا بمبار پر یوه کور هغه مهال وشو، کله چې د یاد کور څخه پر بهرنیو ځواکونو انداخت وشو.
د هسکې مېنې ولسوال حاجي سازولي زیاتیوی، په دې بمبار کې د داعش د۵ مهمو سرګروپانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور زخميان شوي دي.
نوموړی وايي، په دې بمبار کې ملکي خلکو ته هم تلفات اوښتي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ټه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 147000