دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 147022
د نولس کلنو ملي لوبډلې نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه
د افغانستان د کریکټ د نولس کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د کریکټ نړیوالې شورا د نولس کلنو د ۲۰۱۸ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.

افغان لوبډلې دې مقام ته د رسیدو لپاره په سینګاپور کې پنځه سیالۍ ترسره کړې چې ټولې یې په زیاتو توپیرونو سره وګټلې.

د دې سیالیو وروستۍ لوبه نن سه شنبې د زمري په دریمه د افغانستان او نیپال ترمنځ ترسره شوه، چې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی لوبه پيل کړه او په ۴۶اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره نیپال ته ۱۹۶ منډو هدف ورکړ.

په افغان توپ وهونکو کې ابراهیم ځدران سلیزه ووهله او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

نیپال لوبډلې په ۴۱ اورونو کې له ۹۹ منډو جوړولو وروسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په دې سره افغانستان د غوراوي په دغوسیالیو کې پنځه سر په سر لوبې وګټلې او د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالیو ته یې لاره پیدا کړه.

د نولس کلنو لوبډلو نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۸ کال کې په نیوزیلنډ کې ترسره کیږي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5zb85rhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته