دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 147273
د افغانستان پر وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ دریځ “افغانستان باید بخښنه وغواړي”

په سیاسي دګر کې موجود ستونزې د لوبو په ډګر کې هم د دواړو هېوادونو پر اړیکې اغیزې درلودې لکه چې د افغانستان کرکټ بورډ په کابل کې د خونړیو بریدونو ورسته له پاکستان سره د دوه اړخیزه کرکټ لوبې لغوه کړه.

په همدې حال کې د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان تیره ورځ خبریالانو ته وویل، چې یوه ورځ د افغانستان کرکټ بورډ مشر له پاکستان سره د اړیکو پراخولو لپاره غوښتنه وکړه خو بله ورځ یوه جدي سیاسي بیان صادره کړه.

شهریار خان ادعا کوي چې د افغانستان کرکټ بورډ مشر د خپل څرګندونو په اړه پښیماني ښودلې ده خو نومړې ټینګار کوي چې د پاکستان کرکټ بورډ پریکړې کړي تر هغه چې افغانستانستان کرکټ بورد له پاکستانه په رسمي ډول بخښنه نه وي غوښتي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ په ډګر کې به اړیکې بیا پیل نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې په پلازمینې کابل کې د خونړی برید وروسته د افغانستانستان د کرکټ بورډ په یوه بیان کې لیکلي وو چې ” د افغانستان کرکټ بورډ اداره د کابل د نننۍ غمیږې د ټولو شهیدانو روح ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء دعا کوي. نن د هیواد د سولې او ثبات دښمنانو یو ځل بیا د بې ګناه او بې وزله افغانانو په شهادت رسولو سره دا په ډاګه کړه چې دوی د سولې او دوستۍ وړ نه دي او نه به هم د افغانانو پر وړاندې خپل بې رحمانه دریځ بدل کړي.”

افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، ملاتړ کوي او پټنځايونه ورکوي.

د چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaaevtuqex8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته