دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 147309
د ۱۱.۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت د کابل ښار د اوبو رسولو د لومړي نمبر پروژې قرارداد لاسیک شو

د کابل ښار د اوبو رسولو د لومړي نمبر پروژې قرارداد چې شاوخوا ۱۱،۱۴۱ میلیون امریکايي ډالر ارزښت لري نن د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو.

ارګ ماڼی وایي،  د کابل ښار د اوبو رسولو لومړي نمبر پروژې قرارداد د افغانستان د اوبو رسونې شرکت او ښاري کانالیزاسیون او ممتاز ګروپ شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د جمهوري ریاست په وینا، د کابل ښار د اوبو رسونې لومړی نمبر پروژه د افغانستان د اوبو رسولو لویه پروژه ګڼل کېږي چې د المان  پراختیایي بانک یې تمویل او مدیریت کوي.

پر المان پراختیایي بانک سربېره د امریکا متحدو ایالاتو انکشافي اداره او د  فرانسې انکشافي بانک هم د یادې پروژې مالي ملاتړ کوي د دغې پروژې مالي لګښت چې په درې پړاونو کې بشپړېږي شاوخوا ۷۲ میلیون یورو دی.

د پروژې لومړی پړاو چې ممتاز ګروپ شرکت یې ترسره کوي، د ۱۱ میلیون او ۱۴۱زره او ۸۰۸ ډالرو په ارزښت د امریکا متحدو ایالاتو انکشافي ادارې له بودجې تمویلېږي او ټاکل شوې چې په زر ورځوکې بشپړ شي.

ارګ ماڼي زیاتوی، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به لس زره کورنۍ ۲۴ ساعته د څښلو پاکو اوبوڅخه برخمنې  شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyaevhuqextz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته