دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۲۴
د مطلب کود : 147397
یو انتحاری کوونکی هدف ته رسیدو مخکی په پلخمری کی ووژل سو
د هیواد په شمال کی د بغلان سیمه ایز چارواکی وایی چی یو انتحاری کوونکی ددی نه مخکی چی هدف ته ورسیږی ځان ته چاودنه ورکړه او ووژل سو.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د بغلان پولیسو قوماندی ویاند وایی دا کس  قصد درلود خپل چاودیدونکی توکی د امنیتی ځواکونو پرسونل وسایطو به منځ کی چاودنه ورکړی.

ذبیح الله شجاع د پولیسو ویاند وایی چی دا بيښه د نن ورځی ۱۲:۴۰ سهار په داسی حالت کی پیښه سوه چی د امنیتی ځواکونو وسایط او پرسونل د پلخری ښار سمنتو بلاکونو په لور په حرکت کی وو او انتحاری کوونکی هدف ته رسیدو مخکی ځانته د نوآباد په سیمه کی چاودنه ورکړه.

د انتحاری کوونکی هویت نه دی پیژندل سوی او په دی چاودنه کی هیڅ چا ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

https://avapress.com/vdcgyu9quak9tw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته