دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 147429
ننګرهار کې د امریکایي ځواکونو یوه هلیکوپټر بیړنی ناسته کړې

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو یوه هلیکوپټر بیړنی ناسته کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې لیکلي، چې د امریکاي ځواکونو یوه UH-۶۰ Black Hawk هلیکوپټر په اچین ولسوالی کې د تخنیکي ستونزو له امله بیړنی ناسته وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پیښه نن په اچین ولسوالی کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په وینا، د پیښې په پایله کې دوه تنه امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو ترمنځ خپل منځې نښتې په داسې حال رامنځته کیږي چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccimqso2bq008.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته