کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داکتر عبدالله کنر ولایت ټه سفر کړی دی

11 اسد 1396 ساعت 17:24

ډاکتر عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ د کنړ ولایت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.



دافغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله پړون ماسپښین د یاد ‎ ولایت ته رسېدلی.
د کنړ ولایت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه که ویلی ، له اجراییه رییس سره په دغه سفر کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین عبدالمالک صدیقي ،د پېښو پروړاندې په چمتووالي کې ددولت وزیر ویس برمک ،د نورستان والي حافظ عبدالقیوم او یو شمېر نورو مسوولین ملتیا کوي.
سرچنیو زیاتیوی، چې ښاغلي عبدالله د دی ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه له کنړ والي وحیدالله کلیمزي او امنیتي چارواکو سره ناسته درلوده.
خبر پانه وایی،  والي وحیدالله کلیمزي د کونړ په امنیتي او پرمختیایي وضعیت د خبرو ترڅنګ د ولسونو او ادارې یو لړ غوښتنې له ښاغلي اجرایه ریس سره شریکې کړې.
والي ویلي، چې امنیتي ځواکونو په هر ډګر کې د ښمن ته کلک ځواب ویلی او د هېواد د ارضي تمامیت پت او عزت څخه یې په میړانه ساتنه کړې ده.
هغوی وایی، چې د کونړ ولسونه د نظام پلویان دي او د ټولو ملي برنامو یې ټينګ ملاتړ کړی دی.
نوموړي د نورو امنیتي ځواکونو تر څنګ د سیمه ییزو پولیسو لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او له اجرایه ریس یې وغوښتل ،چې په دې ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو تشکیلاتو لوړیدو ته پاملرنه وکړي.
ښاغلی کلمزی د یاد ولایت والي د راغلي پلاوي څخه د مننې ترڅنک د مشرانو دغسې سفرونه د امنیت، پرمختګ او حکومتولۍ پراختیا په برخه کې خورا مهم وبلل .


د مطلب کود: 147542

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147542/داکتر-عبدالله-کنر-ولایت-ټه-سفر-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com