دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 147782
کونړ کې یوې هوايي حملې د داعش ډلې درې غړي وژلي

په کونړ ولایت کې په یوه هوايي حمله کې د داعش ډلې درې غړي وژل شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه‌ګل همت نن ازادي راډيو ته وویل چې د امریکا هوايي پوځ یوې بې‌پیلوټه الوتکې پرون ماښام د چپې درې په معدنونو سیمه کې د داعش ډلې دا غړي وویشتل.

د قوماندان همت په خبره په وژل شویو کې د داعش ډلې د سیمه‎ییز محبس مسؤل هم شامل دی.

تر دې مخکې هم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې په اهدافو بریدونه شوي چې وروستۍ یوه‌یې د جولای په ۱۱مه وشوه او په‎کې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر ابو سعید او ځیني نېږدې ملګري یې ووژل شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevf8zwjh8efi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته