دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 147801
کونړ کې د داعش وسله والو د زندان مشر ووژل شو

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د داعش وسله والو د زندان مشر د یوې هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی.

په ختیځ کې د سیلاب ۲۰۱ قول اردو چارواکي وایي، تیره ورځ د کونړ ولایت په چپه درې ولسوالی کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې دوه تنه داعش وسله وال ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

چارواکي زیاتوي، چې په وژل شویو کې د یاد ډلې د زندان مشر چې عزت الله نومېده هم وژل شوی دی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کونړ د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه تیره اونی وویل، چې په کونړ ولایت کې د حزب اسلامي پخواني قوماندان په ګډون داعش وسله والو څلور لوړپوړي ډلمشران د امریکايي ځواکونو په هوایي بریدکې وژل شوي دي.

د امریکایي پوځي چارواکو په وینا، په وژل شویو کې د داعش د مذهبې چارو مشر شیخ ضیاالله، د وته پور ولسوالی لپاره داعش لوړپوړي قوماندان مولوي حوبیب، د حزب اسلامي پخواني قوماندان او د داعش یوه مهم ډلمشر حاجي شیرالله، او د یاد ډلې یوه بل مهم ډلمشر او د داعش د شورا غړي اسدالله شامل دي.

د امریکایي ځواکونو په وینا، دغه څلور تنه لوړپوړي داعش ډلمشران د افغانستان لپاره د داعش امیر ترڅنګ په هوایي برید کې وژل شوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzu9qqak9t74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته