دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 147983
وسله والو طالبانو د درېيم ځل لپاره د جاني خېلو ولسوالۍ نيولې

وسله والو طالبانو د درېيم ځل لپاره د پکتيا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ نيولې ده.

تېره مياشت هم دوى دغه ولسوالۍ نيولې وه، خو دوه اوونۍ مخکې دولتي ځواکونو وکولى شول چې تر څو ورځو سختو جګړو وروسته دا ولسوالي بېرته ونيسي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې تېره ورځ يې تر جګړې وروسته دا ولسوالي يو ځل بيا نيولې او ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د زمري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه دولتي ځواکونو له جاني خېلو ولسوالۍ څخه تکتيکي شاتګ کړى دى.

هغه زياته کړه چې دولتي ځواکونه له ګڼ شمېر وسايلو سره يادې ولسوالۍ ته تللي وو، څو هلته ودانۍ او د اوسېدلو ځايونه جوړ کړي، خو له پرون راهيسې د وسله والو مخالفينو تر سختو بريدونو لاندې راغلي وو.

تبسم وايي، اوس دولتي ځواکونو د ولسوالۍ له مرکز څخه شاتګ کړى، خو له وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د پکتيا د ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل بيا امنيتي مسوولين پر ناغېړۍ تورنوي او زياتوي چې د دوى له امله دا ولسوالي بيا طالبانو نيولې ده.

هغه پژواک ته وويل، دولتي ځواکونو اوس د رشيدګي کنډو سيمې ته شاتګ کړى دى.

د نوموړي په وينا، څو پورې چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته  هوايي ځواک ونه لېږل شي، هلته پرمختګ ممکن نه دى.

تېر کال هم وسله والو طالبانو دا ولسوالي نيولې وه، له تېر کال راهيسې دا درېيم ځل دى چې دا ولسوالي سقوط کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6qnzx23nkwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته