دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 147993
کابل کې د څلور میلیون افغانیو دغلا په تور د یوې بانډ مهم غړی نیول شوی

په پلازمیني کابل ښار کې د څلور میلیونو افغانیو د غلا په تور د یوې بانډ یو مهم غړی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي وایي، نیول شوی کس هغه مهال ونیول شو کله هغه د یونایټد بانک له یوه پیرودنکو څخه د څلور افغانیو نقدي پیسې د لوټولو هڅه کوله.

چارواکي زیاتوي، چې نیول شوی کس په پلازمنیې کابل له هغو کسانو سره اړیکې لري چې د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د بانکونو له پیرودونکو څخه د پیسو په لوټولو کې بوخت دي.

د چارواکو په وینا، دغه کسان د یوې مخفي باڼد غړي دي چې اکثراً له هغو کسانو څخه پیسي د وسله په زور لوټوي چې په بانکونو کې له خپلو حسابونو څخه پیسې واخلي.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي دغه کس د کابل ښار له څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې نیول شوی او نوموړې په خپل جرم اعران هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکی تیره ورځ هم په پلازمنې کابل ښار کې دهغو څلور کسانو د نیولو په اړه خبر ورکړ چې په یوه مهمه مافیایي ډلې ر مشري یې په بېلا بېلو جرمونو کې لاس درلود.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3yazpt1a532.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته