دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۰۴
د مطلب کود : 148027
د کابل ښار کمپنی سمیه کی چاودنه
نن ماښام (پنج شنبه شپه)د ۸ بجو په شاوخوا د کابل ښار پنځم حوزه مربوطه کمپنی سیمه کی واوریدل سو.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، تراوسه د چاودنی اصلی او دقیق سیمه او نوعیت نه دی معلوم سوی.

د ځینو ګزارشونو په اساس چاودنه د کمپنی عمومی جاده کی رامنځته سوی او ځینی خبرو په اساس چاودنه د یو انتحاری برید له امله وو.

یو سرچینه د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په تلیفونی اړیکه کی وویل چی دا چاودنه د قوماندان طوفان کور په وړاندی چی د عبدالرب رسول سیاف د برجسته کسانو څخه دی، رامنځته سوی دی.

په دی حال کی، نجیب دانش، د داخلی وزارت ویاند دفتر سرپرست و افغان غږ خبری آژانس ته وویل؛ تراوسه د کمپنی څلور لاری چاودنی په اړه کوم اطلاعات نه دی رسیدلی.

https://avapress.com/vdchi6nzq23nkvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته