کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان لپاره د امریکايي سناټور جان مکېن تګلارې مهم ټکې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 اسد 1396 ساعت 13:55


په داسې حال کې د امریکا متحده ایالاتو وسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له خوا د افغانستان په اړه تګلاره لا نهایي شوی نه دی، امرکایي سناټور جان مکېن تیره ورځ د افغانستان لپاره خپل تګلاره څرګنده کړه. ‎

د سناټور مکېن له خوا د نوې جوړه شوي تګلاره په طرحه کې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې نور ګامونه، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر زیاتېدل او د پاکستان لپاره د پوځي او اقتصادي مرستو په برخه کې د واشنګټن له خوا نور فشارونه شامل دي.

د نوموړې له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ماموریت د ناکامي په لور روان دي.

نوموړې د ولسمشر ټرمپ پر اداره نیوکه وکړه او وویل، چې د نوې ادارې له جوړېدوه څخه کابو اوه میشاتې تیریږي خو لاهم د افغانستان لپاره دنوې تګلارې د جوړولو په چارو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د سناټور مکېن د تګلارې په طرحه کې د سولې بهیر، د ترهګرو پر ضد د امریکایي ځواکونو د خاص قطاتو په شمېر کې زیاتوالي، د امریکا او افغانستان حکومت ترمنځ د امنیتي تړون پرته له کوم قید او شرط کې ساتل، د حقاني شبکې او طالبانو پټنځایونو په اړه د پاکستان پر حکومت په فشارونو کې زیاتوالي، او د افغانستان د ستونزې د حل لپاره سیمه ییز تګلاره د پاکستان، چین، هندوستان، تاجکستان، ترکمنستان او نور هېواودنه شاملول هم شامل دي.


د مطلب کود: 148041

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148041/د-افغانستان-لپاره-امریکايي-سناټور-جان-مکېن-تګلارې-مهم-ټکې

آوا
  https://www.avapress.com