کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عراق په څېر د امنیتي حالات د خرابېدو په اړه د کرزي خبرداری

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 اسد 1396 ساعت 8:46


د افغانستان جګړې مدریریت یوه امنیتي کمپني ته سپارولو په اړه د حامد کرزي غبرګون و ښود او خبرداری وکړ که چیرې د جګړې مدیریت شخصي کمپني ته ورکړل شي نو د هېواد حالات د عراق په څېر خراب به شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان جګړې مدیریت یوه شخصي امنیتي کمپني ته د سپارولو راپورنو په اړه غبرګون وښود.

د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په یوه بیان کې د حامد کرزي له حواله لیکل شوي، چې د افغانستان د جګړې مدیریت د امریکا متحده ایلاتو له خوا یوه شخصي امنیتي کمپني ته سپارول د افغانستان د حاکمیت او اساسي قانون خلاف به وي.

نوموړې زیاته کړه، چې د افغانستان جګړې مدیریت شخصي کولو چارې په افغانستان کې د جګړو دامن ته لمن وهل او د عاو وګړو د وژلو په معنې دي.

ښاغلي کرزي د عراق وضعیت ته په خبرداری ورکړ چې تیرې تجروبو ته په کتو داسې اقدامات به خطرناکه عواقب ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په برطانیه کې میشت فایننشل ټایمز ورځپانه څو ورځې مخکې  په یوه راپور کې لیکلي وو چې د خصوصي امنیتي کمپنۍ بلک واټر بنسټګر اریک پرنس د افغانستان لپاره د یوه غیر دولتي پوځي ځواک د جوړولو وړاندیز کړی.


د مطلب کود: 148060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148060/د-عراق-په-څېر-امنیتي-حالات-خرابېدو-اړه-کرزي-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com